کډوالي

د لکنوال دوسیه له سترې محکمې څخه ایالتي محکمې ته ولېږدول شوه

انځور- لکڼوال

فاکس نیوز خبر ورکړی چې د افغان تبعه رحمان‌الله لکڼوال دوسیه، چې پر دوو امریکايي سرتېرو په ډزو تورن دی، له سترې محکمې څخه ایالتي محکمې ته لېږدول شوې ده.

 دغه امریکايي خبري اژانس لیکلي چې پر نوموړي نوي فدرالي تورونه او د محکمې د ځای بدلون ښايي د دې لاره هواره کړي چې دغه افغان تبعه ته د اعدام سزا ورکړل شي.

د متحده ایالاتو څارنوالې، جینین پیرو ویلي: «له سترې محکمې څخه ایالتي محکمې ته د دې دوسیې لېږدول دا ډاډ راکوي چې موږ کولای شو هغه جدي، ژوره او کره څېړنه ترسره کړو چې دلته د اعدام سزا د ټاکلو لپاره ورته اړتیا ده.»

رحمان‌الله لکڼوال د روان کال د لیندۍ (قوس) په ۶مه نېټه واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې پر دوو امریکايي سرتېرو په برید تورن شوی و.

 په دغه پېښه کې دواړه سرتېري په ډزو لګېدلي وو او لکڼوال هم تر ټپي کېدو وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغې پېښې په غبرګون کې دا برید “تروریستي پېښه” وبلله او په کلکه یې وغندله.

 هغه دغه راز تر دې پېښې وروسته، د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې ټول پروګرامونه وځنډول او په ټوله نړۍ کې یې د امریکا قونسلګریو ته امر وکړ چې افغانانو ته د ویزو ورکړه بنده کړي.

د ټرمپ دا اقدام د پناه غوښتونکو د حقونو ځینو سازمانونو او په امریکا کې د افغان فعالانو له خوا “ډله ییزه سزا” بلل شوې او هغوی د ټرمپ د دغو فرمانونو د ژر تر ژره لغو کېدو غوښتنه کړې ده.