کډوالي

ملګرو ملتونو او د اسلامي پراختیا بانک د راستنېدونکو لپاره د (روغتیا) پروژه پیل کړه

انځور له ارشیف څخه په اسلام کلا کې ملګرو ملتونو د یوه مرستندویه مرکز څخه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي چې د اسلامي پراختیا بانک په همکارۍ یې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو د روغتیا لپاره یوه پروژه پیل کړې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې، شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي چې ډېری یې په «سختو او نامساعدو» شرایطو کې قرار لري.

په دغه بیانیه کې راغلي چې د دغو ټولنو عاجلو روغتیايي اړتیاوو ته په ځواب کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا طرحه پیل کړې چې د افغانستان د بشردوستانه امانتي صندوق د ۳ میلیونه ډالرو مرستې له لارې چې د اسلامي پراختیا بانک له خوا د ماشومانو د ګوزڼ (فلج) د میراث د ننګونې پروګرام په مرسته اداره کېږي، چمتو شوې ده.

په بیانیه کې ویل شوي چې د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ درې نوي جامع روغتیايي کلینیکونه جوړ او فعال کړي، چې په هېواد کې به په ځینو زیانمنو شویو سیمو کې بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی په د پام وړ ډول پیاوړی کړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د نړۍ یو له تر ټولو ګواښمن بشري بحران دی او نږدې د نفوس نیمايي برخه، یې ۲۲.۹ میلیونه تنه، بشري مرستو ته اړتیا لري.

روغتیايي مرکزونه تر اندازې زیات تر پوښښ لاندې دي او د بې ځایه کېدو، اقتصادي ماتېدنې او د ماشومانو د فلج د دوام ننګونو، افغانستان یو له هغو محدودو هېوادونو ګرځولی چې دا ناروغي لا هم په کې ار (اصلي)  بڼه ده.

د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په وینا، د دې پروژې له لارې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راستنېدو او بېرته ادغام په لومړیتوب لرونکو سیمو کې اړینو روغتیايي پاملرنو ته لاسرسی د افغان کډوالو لپاره د حل لارو د ستراتیژۍ او د ټولنې پر بنسټ د ملاتړ او حل لارو د ځواب ورکونې پروګرام سره سم پراخ کړي.

په دې خبر پاڼه کې زیاته شوې چې درې ملي روغتیايي مرکزونه به په کونړ، کندهار او دایکندي ولایتونو کې جوړ شي. د کونړ مرکز به د یوه عمومي روغتون په توګه فعالیت کوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ کسانو ته به خدمات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د کندهار او دایکندي کلینیکونه به هر یو شاوخوا ۴۵۰۰۰ کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

په ټولیزه توګه تمه کېږي چې له ۲۴۰۰۰۰ څخه ډېر زیانمن کسان – د کورنیو بې ځایه شویو، راستنېدونکو او کوربه ټولنو په ګډون – له دې خدماتو ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې له ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې یې په ټول افغانستان کې ۲۸ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې ۲۱ مرکزونه یې دا مهال فعال دي.

له دې نوي نوښت سره، دغه بنسټ زیاته کړې چې په ځانګړي ډول د راستنېدونکو او بې ځایه شویو لپاره پایداره او د ټولنې پر بنسټ روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره خپله ژمنه پیاوړې کوي.