Uncategorized @ps کډوالي

د پاکستان بلوچستان کې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ افغانان وژل شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د «چاغي» ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ افغانان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ماښام (د قوس ۳۰مه) هغه مهال رامنځته شوه، چې د «نوکنډي» په سیمه کې یو وانت موټر له تېلو ټانکر سره ټکر وکړ، چې له مقابل لوري روان و.

د ځایي چارواکو په وینا، په یاد وانټ موټر کې ۲۱ افغانان سپاره وو.

د پولیسو مسوولان وایي، چې دې کسانو غوښتل د انساني قاچاق د شبکو په مرسته، د پاکستان او ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته کډوال شي.

د دوی په وینا، یاد وانت موټر د ایران کمپنۍ «زامیاد» تولید و او له هغو لارو تېرېده، چې تر ډېره د انسان‌قاچاق کوونکو له خوا کارول کېږي.

د ټکر له امله ۱۱ تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

د سیمې اوسېدونکي او د ژغورنې ډلې تر خبر ترلاسه کولو وروسته د پېښې ځای ته ورغلي، قربانیان یې له موټر راویستلي او درملنې ته لپاره یې روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول.

د نوکنډي د ولسوالۍ روغتون ډاکټر نادر خان د پېښې تایید ترڅنګ ویلي: «۱۱ جسدونه او ۹ ټپیان د نوکنډي سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي او ټپیان تر درملنې لاندې دي.»

د هغه په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دغه راز د چاغي د پولیسو سرپرست محمد شریف ویلي، چې له موټر چلوونکي پرته، ټول وژل شوي او ټپیان افغانان دي.