جلالاباد ښار کې د رزمي لوبو (UFC) سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او تشویق په موخه ترسره شوې.
یادې سیالۍ د ننګرهار بدنې روزنې ریاست او المپیک کمېټې لخوا د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند د شهید معلم اول ګل لوبغالي کې د ۲۵ جوړو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست د المپیکي لوبو مدیر نظیفالله مومند، د رزمي لوبو فدراسیون مسؤلینو او یو شمېر ورزشکارانو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ په درې عمري کټګوریو؛ (نوي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ تنه ورزشکاران بریالي وپېژندل شول.
مسوولینو ویلي، دا ډول سیالۍ د رزمي لوبو د ودې، د ځوانانو د استعدادونو د پیاوړتیا او د ورزشکارانو د هڅونې لپاره مهمې بلل کېږي او هڅې به دوام ولري.
