په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې لا هم تړلې پاتې دي، د پروان یو شمېر اوسېدونکي او دوکانداران وايې دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې له ۴۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي.
د توکو پلورونکي وایي، د ۱۶ لېټره غوړو د یوې بشکې بیه شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ، د وریجو د یوې بورۍ بیه تر ۷۰۰ افغانیو او د اوړو د یوې بورۍ بیه تر ۴۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې ده.
د دوی په وینا، د ۱۶ لېټره تېلو هغه بسته چې پخوا په ۱۵۵۰ افغانیو پلورل کېده، اوس یې بیه تر ۲۰۰۰ افغانیو اوښتې ده.
دغه راز، د وریجو د یوې بورۍ بیه له ۲۳۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او د اوړو د یوې بورۍ قیمت هم له ۱۴۰۰ څخه ۱۸۰۰ افغانیو ته رسېدلی دی.
پروان ولایت کې د توکو پلورنکی احمد، وایي: «د ۱۶ لېټره تېلو بسته پخوا ۱۵۵۰ افغانۍ وه، اوس ۲۰۰۰ تر ۲۰۵۰ پورې رسېدلې ده. د تېلو لوی بوشکه چې ۱۴۰۰ تر ۱۴۵۰ وه، اوس تر ۱۹۵۰ افغانیو رسېدلې ده.
هغه غوړي چې ۹۵۰ وو، اوس ۱۱۰۰ شوي دي.
د وریجو ترڅنګ د غوړو بیه هم لوړه شوې ده.»
له پلورونکو سربېره، د پروان یو شمېر اوسېدونکي هم د عوایدو د کمښت، د کاري فرصتونو او د ورځینیو اړتیاوو د برابرولو ناتوانۍ شکایت کوي.
د پروان اوسېدونکی شهرام، وایي: «کار د پخوا په پرتله کم شوی، د خلکو توان نور نه شته.
پېر او پلور هم کم شوی او بازار د تېر په څېر رونق نه لري.»
په داسې حال کې چې د هېوادوال د لوړې کچې بې کارۍ او فقر سره لاس مخ دي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل یوازې په پروان ولایت پورې محدود نه دي، بلکې د هېواد په ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
خلک د خپلو ورځېنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي او تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
