د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د هېواد د کرېکټ غوره لیګ (APL) شل اووریزې سیالۍ به د ۲۰۲۶ زیږدیز کال د اکتوبر، نومبر او ډسمبر میاشتو پر مهال، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان دا څرګندونې په دوبۍ کې یوې رابلل شوې غونډې ته وکړې.
نوموړي وویل، چې د پخوا په څېر به په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون کوي او د لوبډلو نومونه به هماغه پخواني وي.
هغه زیاته کړه، چې هر شرکت ته به دا اختیار ورکړل شي، چې د خپلې لوبډلې له نوم سره یو اضافي نوم هم ورزیات کړي.
د غونډې د پرانیستنې پر مهال د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف د افغانستان کرېکټ غوره لیګ د سیالیو بیا پیل یوه ستره، مهمه او عایداتي پروژه وبلله.
نوموړي وویل، چې د دغو سیالیو عواید به افغانستان ته انتقالېږي او ګټه به یې هم هېواد او هم د کرېکټ بورډ ادارې ته ورسېږي.
د کرېکټ بورډ چارواکو په همدې غونډه کې د افغانستان کرېکټ غوره لیګ لپاره نوی لوګو هم نندارې ته وړاندې کړ.
