د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی دی. زده کوونکي د زده کړو ددوام لپاره هېڅ انګېزه نه لري او ټول د راتلونکي په اړه ناهیلي او اندېښمن دي.
شمیلا احمدي چې د کابل ښار په یوه ښوونیز مرکز کې انګلیسي ژبه زده کوي، ددې په بیانولو سره چې طالبانو تازه محدودیت لګولی او د ټولګي په منځ کې یې د پردې په لګولو زده کوونکي سره جلا کړي دي وویل: «دوی راضي نه شول په داسې حال کې چې د نجونو او هلکانو ټولګي یې هم سره جلا کړل، طالبان زموږ ټولګي ته راغلل، استاد مو نارینه و او د زده کوونکو په مخکې یې سپکې سپورې ورته وویلې.»
هغې زیاته کړه: «طالبانو وویل، هغه نجونې چې حجاب او ماسک نه لري، په ټولګي کې د حضور حق نه لري او باید چې استاد یې هرومرو مېرمن وي.»
یوه بله نجلۍ زینب سعیدي چې په کابل کې اوسېږي د پلازمیني په یوه بل ښوونیز مرکز کې د انګلیسي زده کړه کوي او د خپلو سترګو لیدلي حال په اړه وايي: «طالبانو پر نجونو بندیزونه لګولي، د نجونو ټولګي یې له هلکانو جلا کړل، بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي او دا زموږ د ناهیلۍ لامل شوي دي.»
اصیل یعقوبي چې په کابل کې ښوونیز مرکز لري، هغو ستونزو ته په پام سره چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ورسره مخ شوی وې ویل: «مجبور اړ یو چې د ښوونیز مرکز دروازې د نه تړلو لپاره د طالبانو بندیزونو ته پام وکړو او د دوی قوانین ومنو.»
د ښوونیزو مرکزونو مسوولان وایي، اړ دي چې د خپلو مرکزونو له تړل کېدو د مخنیوي لپاره، په ډېر احتیاط سره خپل کار ته دوام ورکړي.
فرنګیس نوابي څو کاله کېږي چې د انګلیسي ژبې د زدهکولو لپاره کابل ښار کې یوه ښوونیز مرکز ته ځي. هغه د طالبانو او جمهوریت دورې د ښوونیزو ټولګیو د توپیر په اړه وایي: «سربېره پر دې چې نجونې او هلکان باید په جلا ټولګیو کې زدهکړې وکړي، د نجونو لپاره د جامو اغوستل هم بېل قانون لري. هغه ځای چې زه پکې ژبه زدهکوم یو ځل د څو ورځو لپاره وتړل شو. هغه شرایط چې نجونې او ښځې ورسره مخ دي هره ورځ موږ لا ناهیلې کوي.»
د انګلیسي ژبې یو ښوونکي چې کلونه کېږي په دغه ښار کې په ګڼو ښوونیزو مرکزونو کې د انګلیسي ژبې تدریس کوي او اجازه یې ورنهکړه چې په راپور کې يې نوم واخیستل شي، د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې د دغه ښوونیز مرکز نورې څانګې د ښځینه ښوونکو او د نجونو لپاره د جلا ټولګیو د نه لرلو له امله تړلی دی.
هغه په دوام کې وویل: «موږ اړ یو د طالبانو د قوانینو پربنسټ مخته ولاړ شو او د امربالمعروف مامورین هره ورځ راځي او له دې ځایه لیدنه کوي. په دې وروستیو کې د زدهکوونکو حضور کم شوی دی او هغوی درس ویلو ته لېوالتیا نه لري.»
کوم محدودیتونه چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي، د کورنیو ترمنځ هم د ناهیلیو لامل شوي دي او هغوی هم د خپلو اولادونو راتلونکي ته هېڅ هیله نه لري.
په ښوونځیو کې د نجونو د حضور محدودول، د بېوزلۍ زیاتوالی، د اقتصاد پرځېدل او کډوالۍ ته د وګړو مخه کول زدهکړو ته د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د لېوالتیا د کمېدو ښکاره عوامل ګڼل کېږي.