طالبانو د کاپيسا ولایت د لومړۍ حصې کوهستان په ولسوالۍ او په بامیان ولایت کې نهه تنه د «نامشروع اړیکو او زنا» په تور په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان یې له ۱۵ څخه تر ۳۹ ضربو پورې وهلي او په بامیان کې یې دوه تنه تورن له یو څخه تر دوو کلونو پورې په بند هم محکوم کړي دي.
طالبان وایي دغه کسان یې د سترې محکمې له تایید وروسته د ځايي چارواکو په شتون کې په بدني ډول مجازات کړي دي.
د آمو ټلویزیون موندنې چې د طالبانو د سترې محکمې د رسمي ارقامو پر بنسټ دي ښيي چې په تېرو دریو میاشتو (تله، لړم او لیندۍ) کې د بدني مجازاتو لړۍ ګړندۍ شوې او په دې موده کې په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۱۸ تنه په دورو وهل شوي دي.
د دغو موندنو له مخې، طالبانو په تله میاشت کې ۷۱ تنه، په لړم میاشت کې ۱۰۰ تنه او په لیندۍ میاشت کې چې لا پای ته نه ده رسېدلې، ۱۴۷ تنه په دورو وهلي دي. یوازې په روانه لمریز میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله د دورو وهلو کچه ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي او په یوه میاشت کې ۶۵ کابل مېشتي د طالبانو له خوا مجازات شوي دي.
کابل د ۶۵، خوست د ۳۴ او تخار د ۱۰ پېښو په لرلو سره تر ټولو لوړ ارقام لري. دا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو د روانې لړۍ برخه ده چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه یې ظالمانه، غیرانساني او د انسان د بنسټیزو حقونو نقض بولي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې ویلي وو چې طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې د زنا، له کور څخه د تېښتې، لواطت، شرابو او قمار په تورونو د ۴۲ ښځو او ۱۷۰ نارینه وو په ګډون ۲۱۵ کسان په دورو وهلي دي.
د یوناما د مرستیالې جورجت ګانیون له خوا امنیت شورا ته وړاندې شوي راپور کې راغلي چې د جولای او سپټمبر ترمنځ د بشري حقونو د جدي نقض ۱۶۰ قضیې ثبت شوې دي.
