منځنی ختیځ

ای پي سي: په غزه کې قحطي پای ته رسېدلې خو د لوږې کچه لا هم لوړه ده

انځور له ان‌بي‌سي نیوز څخه

د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د ډلبندۍ نړیوال بنسټ ای پي سي د جمعې په ورځ وویل، په غزه کې د قحطۍ حالت پای ته رسېدلی دی. دا پرمختګ د اکتوبر په لسمه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند له پیل او سیمې ته د بشري مرستو او سوداګریزو کاروانونو د لېږد له نسبي ښه کېدو وروسته رامنځته شوی دی.

ای پي سي په خپل تازه راپور کې ویلي چې اوس مهال د غزې په هېڅ برخه کې د قحطۍ رسمي معیارونه شتون نه لري.

د دغې ادارې د موندنو له مخې، شاوخوا یو نیم ملیون کسان چې د غزې د نفوس ۷۷ سلنه جوړوي، اوس هم د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي خو وضعیت د پخوا په پرتله له بحراني حالت څخه راوتلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د دغه راپور په غبرګون کې وویل چې که څه هم قحطي په شا تمبول شوې، خو دا بریا ډېره لړزانده ده. نوموړي ټینګار وکړ چې لا هم د خلکو اړتیاوې تر هغو مرستو په چټکۍ سره وده کوي چې سیمې ته رسیږي او په دې برخه کې باید پایداره اوربند رامنځته شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې دا په غزه کې د بشري ناورین د پای په مانا نه ده. واشنګټن پر اسرائیلو غږ کړی چې د مرستو د لېږد لپاره نورې لارې هم پرانیزي او د مرستندویه کاروانونو پر وړاندې شته اداري خنډونه له منځه یوسي.

اروپایي ټولنې هم په خپل غبرګون کې ویلي چې د لوږې د کچې راټیټېدل یو مثبت ګام دی، خو په غزه کې د زرګونو ماشومانو خوارځواکي لا هم یو جدي ګواښ دی. دغې ټولنې له دواړو غاړو غوښتي چې اوربند ته ژمن پاتې شي ترڅو بشري مرستې په ډاډه زړه اړمنو ته ورسېږي.

نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې که جګړه بیا پیل شي یا د مرستو لاره بنده شي، نو غزه به یو ځل بیا د ۲۰۲۶ کال تر نیمايي پورې له یو بل لوی بشري ناورین سره مخ شي.

 دا مهال په غزه کې زرګونه ماشومان او امیندواره میندې د شدیدې خوارځواکۍ له امله بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.