کډوالي

ټرمپ د امریکا د ګرین کارډ لاټرۍ پروګرام بند کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی چې د ګرین کارډ لاټرۍ (ډي وي) پروګرام دې سمدستي ودرول شي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې روښانه شوه په براون او ایم‌ آی ټي پوهنتونونو کې د وروستیو ډزو بریدګر کلودیو نیویس والینټي، په ۲۰۱۷ کال کې د همدې لاټرۍ له لارې امریکا ته راغلی و.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ولسمشر په حکم یې د کډوالۍ ادارې ته ویلي چې دا پروګرام نور په ټپه ودروي.

هغې بریدګر ته په اشارې ویلي چې داسې خطرناک کس ته باید هیڅکله اجازه نه وای ورکړل شوې چې امریکا ته ننوځي، بریدګر د پرتګال هېواد و او په ۲۰۱۷ کال کې یې د لاټرۍ له لارې د امریکا دایمي استوګنه ترلاسه کړې وه.

دغه کس په پوهنتون کې پر محصلینو او استادانو ډزې کړې وې چې په پایله کې یې درې کسان ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل، هغه وروسته پخپله ځان هم وژلی و.

دا لاټرۍ هر کال د پچې له لارې ۵۰ زره کسانو ته ویزې ورکوي، خو دا چې دا پروګرام د قانون له مخې جوړ شوی، ښايي د ټرمپ دا پرېکړه په محکمو کې له قانوني ننګونو سره مخ شي.

سږ کال نږدې ۲۰ میلیونه خلکو دې لاټرۍ ته ځانونه کاندید کړي وو چې له ډلې یې ۱۳۱ زره کسانو ته د بریالیتوب خبر ورکړل شوی و، خو اوس د دوی برخلیک نامالوم دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ډونالډ ټرمپ د داسې امنیتي پېښو وروسته پر کډوالۍ بندیز لګوي؛ هغه پخوا هم د ځینو هېوادونو پر خلکو امریکا ته په سفر بندیز لګولی و.

د بېلګې په توګه، روان کال په نومبر کې کله چې یو افغان پر امریکايي سرتېرو په برید تورن شو، د ټرمپ ادارې سمدستي له افغانستان څخه پر کډوالۍ خورا سخت بندیزونه ولګول.

اوسمهال ټرمپ هڅه کوي چې د کډوالۍ ټولې هغه لارې بندې کړي چې د ده په نظر د امریکا امنیت ته خطر پېښوي.