د ختیځې اسیا بنسټ د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې پیکن هڅه کوي د اقتصادي خبرو او همکاریو د پراخولو، د سوداګریزو امتیازونو د ورکولو او د سترو پروژو د بیا فعالولو له لارې طالبان د خپلو پولو د امنیت په برخه کې د چین په شریک بدل کړي.
خو دا همکاري له دې شرط سره تړلې ده چې طالبان د وسلهوالو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.
د یاد بنسټ د راپور له مخې، چین په وروستیو کلونو کې هڅه کړې له طالبانو سره همکاري وکړي، څو د افغانستان له خاورې د پیکن پر ګټو، په ځانګړې توګه د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ لهخوا، ګواښ رامنځته نه شي.
د دې ټولنې په باور، همدا موخه د طالبانو پر وړاندې د چین د سیاست اصلي محور جوړوي.
د ختیځې اسیا ټولنه وایي، د کابل له سقوط وروسته، ګڼو لوېدیځو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د سختو محدودیتونو او د سیاسي اصلاحاتو د نشتوالي له امله له افغانستان سره خپلې اړیکې راکمې کړې.
خو چین که څه هم تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي خو یو عملي دریځ غوره کړی.
په راپور کې راغلي، په پاکستان او تاجکستان کې پر چینایي کارکوونکو وروستي بریدونه او په افغانستان کې د جهادي مدرسو پراختیا، د چین دغه تګلاره له ننګونو سره مخ کړې او ښایي د دواړو لورو پر اړیکو اغېز وکړي.
راپور کې لیکل شوي، چین ټینګار کوي چې مشروط تعامل به هغه وخت دوام ولري چې د پولو امنیت خوندي پاتې شي او اقتصادي پروژې پر مخ ولاړې شي؛ خو که طالبان د وسلهوالو ډلو په مهارولو کې پاتې راشي، دا همکاري ښایي کمزورې شي.
