پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د پوځي سرچینو په حواله ویلي چې د استخباراتي ادارې(ای اس ای) پخوانی مشر، کورناستی جنرال فیض حمید، د ۱۴ کاله بند محکومیت یو عمده لامل دا دی چې هغه له تقاعد وروسته د هېواد پټ رسمي اسناد له ځان سره ساتلي وو.
سرچینې د دغو حساسو اسنادو دقیق جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو په دې یې ټینګار کړی چې پخواني جنرال د هغو د ساتلو قانوني اجازه نه درلوده.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې(ای اس پي ار) د وینا له مخې جنرال فیض حمید ته د څلورو عمده سرغړونو( په سیاسي فعالیتونو کې ښکېلتیا، د دولتي رازونو د قانون تر پښو لاندې کول، د واک او دولتي سرچینو ناوړه کارول، او خلکو ته دمالي زیان اړولو) پر اساس سزا واورول شوه.
دغه راز په راپور کې ویل شوي، چې د نوموړي پر وړاندې یو بل تور د “ټاپ ښار” په نوم د کور جوړولو له یوې خصوصي ټولنې څخه له واکه په ناوړه ګټې اخیستنې په زور د پیسو ترلاسه کول دي.
راپور زیاتو چې د دې موضوع اړونده عریضه کې ویل شوي، چې د پاکستان رینجرز او( ای اس ای) مامورینو د ترهګرۍ په پلمه د ښارګوټي پر دفترونو چاپه اچولې او قیمتي توکي یې ترې وړي و او په زور یې ترې د ۴ کروړه نغدې روپۍ اخیستې او د یوې خصوصي تلویزیوني شبکې د تمویل لپاره یې تر فشار لاندې راوستی و.
جنرال فیض حمید د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر په توګه په خپل واک کې یو له خورا بانفوذه او جنجالي څېرو څخه و.
نوموړی د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د افغانستان دجمهوري نظام تر سقوط وروسته، کابل ته په بېړه سفر وکړ او په سرینا هوټل کې یې په عام محضر کې چای وڅښه، دا اقدام په نړیواله کچه د پاکستان د پوځ د مستقیمې مداخلې او د افغانستان پر نوي طالبي رژیم د نفوذ د نښې په توګه تعبیر شو.
