اسرائيلي ځواکونه د دوشنبې په ورځ، د بیبت المقدس په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د فلسطينی کډوالو ادارې، «انروا» ته ننوتل او هلته یې د اسرائيلو بیرغ پورته کړ.
د هغوی په وینا، دا کار یې د چارواکو په امر او د نه ورکړل شويو مالياتو له امله کړی، خو انروا د نړيوالو قوانینو خلاف عملی ګڼلی او غندلی یې دی.
د رویټرز د راپور له مخې، اسرائيل پر انروا د پلوۍ تور لګوي، د روان کال له پیل راهیسې وروسته له هغه چې اسرائيلو امر وکړ چې ټولې ودانۍ تخلیه کړي او خپل فعالیتونه ودروي د دې ودانۍ کارولو ته نه ده پرېښودل شوې.
اسرائیل انروا په دې تورنوي چې د یوه لوري ترڅڼګ ولاړه ده. له همدې امله یې ورته امر کړی چې خپلې ودانۍ خالي کړي او فعالیتونه ودروي. او د روان کال له پیل راهیسې، انروا دا ودانۍ نه دي کارولې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، دغه یرغل په کلکو ټکو غندلی. هغه په یوه بیان کې وویل: «دا ځای لا هم د ملګرو ملتونو له ودانیو څخه دی، مصئونیت لري او د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې څخه خوندي دی.
نوموړي زیاته کړې زه له اسرائيلو غواړم چې ژر تر ژره ټول لازم اقدامات وکړي څو د انروا د ودانیو مصئونیت بېرته وساتي، خوندي یې کړي او ورته ژمن پاتې شي، او له هر ډول نورو لاسوهنو دې ډډه وکړي.»
د انروا مشر، فیلیپ لازاريني پر ایکس پاڼه لیکلي چې د اسرائيلو دا اقدام کولی شي «په هر ځای کې چې ملګري ملتونه شتون لري، ګواښونه رامنځته کړي».
خو د بیتالمقدس ښاروالۍ ویلي چې د مالیاتو د راټولولو مامورین د ۳.۴ میلیونه ډالرو ستر مالياتي پور له امله—او له څو ځلي خبرداریو وروسته—د انروا انګړ ته ننوتي دي.
ښاروالۍ رویټرز ته ویلي: «دا د پام وړ پور و، چې له څو ځله غوښتنو، خبرداریو او د تصفیې له ګڼو فرصتونو سربېره چې ورته ځواب ورنه کړل شو—اړینه وه چې مامورین یې تر لاسه کړي.»
د انروا ویاند، جاناتان فاولر، ویلي، انروا هېڅ ډول پور نه لري او سره له دې چې اسراييلو د دې ادارې فعالیتونه بند کړي، د بیتالمقدس د انګړ ختیځه خوا لا هم «د ملګرو ملتونو له واد نیو» ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې چې ملګرو ملتونو څو ځله له اسرائيلي چارواکو سره اړیکه نیولې ترڅو هغه مکلفیتونه ور یاد کړي چې اسرايیلو د تړون له مخې منلي دي.
د اسرائيلو یو دولتي ویاند د دې یرغل په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، خو پر انروا د اسرائيلو پخوانۍ نیوکې یې بیا تکرار کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ښايي د دې ادارې ځینې کارکوونکي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په برید کې ښکېل وي.
د اسرائيلو دولتي ویاند، شوش بدروسیان، ویلي: «موږ پوهېږو چې انروا د ملګرو ملتونو لپاره یو داغ ده. د انروا او حماس ترمنځ په غزه کې مستقیمې اړیکه شته؛ نږدې هر هغه وسلهوال چې د اکتوبر په ۷مه زموږ پر خلکو د نسلوژنې لپاره اسرائيلو ته ننوتلي، په اصل کې د انروا د ښوونځیو فارغان وو.»
لازاريني وايي چې اسرائيلي ځواکونو ګڼ شمېر موټرسايکلونه، د پولیسو موټرونه او د سامان لېږدولو وسایط راوستي وو. د انروا دفتر ټولې اړیکې (انټرنټ/تلیفون) بندې کړې دي. هغه زیاتوي چې د کمپیوټر وسایل، د دفتر سامان او نور مالونه ټول ضبط شوي دي.
