د رویټرز راپور له مخې، فرضي کرښې ته څیرمه کورمه سیمه کې د پاکستان پر یوې امنیتي پوستې وسلوال برید کې شپږ سرتیري ووژل شول او درې نور ټپیان دي.
اسلام آباد د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د هغو وسله والو په غاړه اچوي چې افغان خاوره د خپلو بریدونو د پلان لپاره کاروي، خو کابل کې طالبانو دا تورونه رد کړي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ امنیتي مسله ده.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، سرچینې وايي چې برید د دوشنبې شپې او سه شنبې سهار ترمنځ شوی دی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ، د اکتوبر میاشتې د جکړې راهیسې فرضي کرښې ته څیرمه سیمې شخړو سره مخ دي، د تېرې جمعې په شپه هم د دواړو لورو د جنګیالو ترمنځ نښته وشوه چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې وژل شوي.
په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو راهیسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۵ اکتوبر میاشتې ۸ ورځنۍ جګړه تر ټولو اوږده او سخته جکړه وه چې څو تنه په کې وژل شوي دي.
په قطر، ترکیه او سعودي عربستان کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې پایلې ته نه دي رسېدلي.
