له فاریاب ولایت څخه ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې په دې ولایت کې د طالبانو والي د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا (یوناما) د دفتر هغه اموال او اجناس چې ټاکل شوي وو له فاریاب څخه بلخ ته ولېږدول شي، مصادره کړل.
سرچینو ویلي، چې د یوناما دفتر د بودیجې د کمښت له امله د روان زیږدیږ کال تر پایه خپله څانګه په فاریاب ولایت کې تړي.
سرچینو زیاته کړې، کله چې د یوناما چارواکو و غوښتل د قوس ۱۰مه، د دوشنبې په ورځ، د خپل د فتر توکي له فاریاب څخه بلخ ولایت ته ولېږدوي، په فاریاب کې د طالبانو والي، عبدالاحد فضلي، نه یوازې د توکیو د لېږد مخه ونیوله، بلکې هغه یې مصادره هم کړل.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا (یوناما) تر اوسه په فاریاب کې د طالبانو د والي د دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر دې دمه د خپل والي د دې چلند په اړه څه نه دي ویلي.
