د پاکستان «ډان نیوز» د دوشنبې په ورځ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان، ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره د پاکستان او طالبانو ترمنځ، د مستقیمو خبرو کوربه توب کړی، خو دغه ناسته پرون ناوخته له هر ډول پایلې پرته پای ته رسېدلې.
د دې رسنۍ د دوو باخبره سرچینو په وینا، دا پټې خبرې په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې دواړه خواوې پر خپلو پخوانیو دریځونو ټینګې ولاړې وې او د نرمښت هېڅ څرک په کې نه لیدل کېده.
ډان نیوز زیاتوي که څه هم دې ناستې پایله نلرله، خو ښايي چې سعودي عربستان په نږدې راتلونکي کې د بلې ناستې کوربه شي.
دا هم لیکل شوي چې د ریاض هڅه د ترکیې او قطر له منځګړیتوب څخه جلا وه، خو دا ابتکار هم ډېر ورو پر مخ ځي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې ویلي و چې یو پلاوی پاکستان ته استوي، خو په دې موخه تر دې مهاله سفر نه دی شوی.
په همدې مهال، د ترکیې ـ قطر ګډ ابتکار د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې تر نښتو وروسته یو کمزوری اوربند رامنځته کړ، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، دا اوربند ځکه بې ټیکاوه دی چې شرط یې د ترهګریزو فعالیتونو درول دي.
د ډآن نیوز سرچینې تاییدوي چې په ریاض کې د ناستې ګډونوال هماغه پلاوي وو چې د تېرو پړاوونو په خبرو کې یې په استانبول کې ګډون کړی و.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې، سعودي چارواکو په ناسته کې وړاندیز کړی، چې پاکستان دې د فرضي کرښې هاخوا د امنیتي اندېښنو پر دوام متقابل سوداګریز فعالیتونه بیا پیل کړي، خو اسلامآباد دغه وړاندیز نه دی منلی.
د سعودي عربستان په غوښتنه دواړو لوریو منلې چې د ریاض د ناستې جزئیات به پټ پاتې شي او رسماً به نه خپرېږي.
تر دې دمه طالبانو هم د دې سفر او خبرو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا د استانبول له بې پایلو ناستې وروسته نوي پړاو ته داخله شوې او ښکاري چې اوس سعودي عربستان د منځګړي رول لوبوي.
له دې مخکې سرچینو «آمو» ته تایید کړې وه چې د طالبانو یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی څو له پاکستاني پلاوي سره د شخړو د حل په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینه «آمو» ته ویلي و چې د قطر په منځګړیتوب د دواړو لوریو ترمنځ تر یوې کچې د نښتومخه نیول شوې وه، خو اوس تر قطر او ترکیې وروسته سعودي عربستان نوی منځګړیتوب پیل کړی دی.
تر دې وړاندې هم سرچینو «آمو» ته ویلي وو چې سعودي عربستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې نوې هڅې پیل کړې دي.
د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات هغه مهال تاوده شول چې پاکستان، طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړل، خو طالبان دا تورونه ردوي.
د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو کې زیاته شوې او دواړو خواوو تل یو پر بل د ګواښ ژبه کارولې ده.
همدارنګه نږدې پنځوس ورځې کېږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي.
یوازې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره پرانیستې ده.
