بشري حقوق سویلي آسیا

د عمران خان زوی قاسم خان : له خپل سره یې سره نه ټلیفوني اړیکه نیول شوې، نه لیدنه شوې او نه یې ژوند تائید شوی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان

د عمران خان زوی وایي، له خپل پلار سره یې نه ټلیفوني اړېکه شوې،او نه لېدل شوی او تر دې، چې د ژوند او مرګ خبر هم نشي تایید کولی

نوموړی وایې «زه او ورور مې نه یو توانېدلي، چې له خپل پلار سره هېڅ ډول اړیکه ونیسو.»

نوموړي زیاته کړې: “زه غواړم په څرګند ډول ووایم، که ددې غیر انساني چلند له کبله هغه ته څه ورپېښ شي، بشپړ مسوولیت به یې د پاکستان حکومت پر غاړه وي.”

قاسم خان د خپل پیغام په پای کې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانانو غوښتي، سملاسي دې په دې موضوع کې مداخله وکړي.

بلخوا د عمران خان خور علیمه خان له خپل ورور سره د لیدنې اجازې نه موندلو له کبله د اسلام اباد ستره محکمه کې محکمې ته د سپکاوي عریضه کړې.

په عریضه کې ویل شوي، چې د مارچ پر ۲۴ مه د اسلام اباد سترې محکمې د زندان چارواکو ته په څرګند ډول حکم کړی و، چې باید له عمران خان سره د لیدو اجازه ورکړل شي خو د زندان چارواکو د محکمې حکم نه دی عملي کړی.