په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل زاد په زندان کې د عمران خان پر وضیعت اندیښنه ښودلې.
خلیل زاد په خپله اکس پاڼه کې لیکلي«زه د پاکستان د ادارې له چلند څخه حیران یم. یو میاشت وشوه چې د یوه صوبې وزیر اعلی (پښتونخوا)، د هېواد په کچه سلګونه زره پاکستانيان، د هېواد تر ټولو مشهوره سیاسي ګوند، او د هغه کورنۍ غواړي په باور سره پوه شي چې په زندان کې د عمران خان روغتيايي حالت څنکه دی، حتی دا چې ژوندی دی او که نه.
خو اداره له هغوی سره د شفاف معلوماتو شریکولو ته چمتو نه ده. رښتیا هم حیرانوونکی کار دی.»
بلخوا د پاکستان د راولپېنډۍ اډیاله زندان مخې ته د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل افرېدي په مشرۍ اعتراضي تحصن وشو.
دغه تحصن هغه وخت پیل شو چې دوی ته د پخواني زنداني لومړي وزیر عمران خان سره د لیدلو اجازه ورنکړل شوه.
په دغه تحصن کې محمود خان اڅکزي، ولایتي وزیرانو، د پاکستان د ولسي جرګې غړو او ګڼ شمېر ملاتړ کوونکو ګډون کړی و.
