افغانستان کډوالي

پاکستان تېره ورځ بېا ۴۵۴۰ کډوال افغانستان ته استولي دي

عکس از آرشیف

د کډوالو چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې (سه‌شنبه، د قوس ۴مه) پاکستان حکومت ۴۵۴۰ افغان کډوال اېستلي دي.

ورته وخت کې د دې کمېسیون ویلي، له ایران څخه هم ۲۵۴ افغان کډوال په جبري او اختیاري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

ویل شوي چې دغه کډوال د تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌قلعه او پُل ابریشم له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د یکشنبې په ورځ، د قوس په ۲مه، هم ۶۲۴۷ افغان کډوال ایستلي وو.

له هغې وروسته چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ورځو کې کړکېچ زیات شوی، د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

له دې سره د بشري حقونو د بنسټونه وایي، د پاکستان او ایران له لوري په جبري توګه د افغانان د بېره لېږلو بهیر کې ډېری هغه یې افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.