Uncategorized @ps د آمو حوزه سیاست

د تاجکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړي دي

عکس از دیدار وزیران خارجه چین و تاجیکستان در شهر دوشنبه پایتخت تاجیکستان

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین له خپل چینايي سیال وانګ‌یي سره پلازمېنې دوشنبې کې لیدلي او دواړو لورو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دواړو وزیرانو ټینګار کړی چې افغانستان د تاجکستان او چین «نه‌انکارېدونکی ګاونډی» دی او دواړه هېوادونه د افغانستان د ثبات او سولې په برخه کې ګډې هڅې لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګ یي او مهرالدین په دې لیدنه کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه هم خبرې کړي دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د پیکنګ او دوشنبې ترمنځ د هر اړخیز ستراتیژیک مشارکت پیاوړتیا اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې چین له تاجکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره ستراتیژیک تعهد لري او غواړي د «کمربند او لارې» ابتکار په لوړه کچه او کیفیت تطبیق کړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د متقابل درک، باور او ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي او دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې فعاله همکاري لري.

دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په تکرار ډول د افغانستان له خاورې د «ترهګرو ډلو» له حضور او فعالیت په اړه امنیتي اندېښنې مطرح کړي دي.

تاجکستان تېره اونۍ د امنیتي او دیپلوماتیکو لوړپوړو چارواکو یو پلاوی کابل ته استولی و، چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو، په ګډون یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي، سره یې لیدنې کړې وې.