Uncategorized @ps سوداګري

افغانستان او ایران د سوداګرۍ پراختیا تړون لاسلیک کړ

 د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو تړون په کابل کې لاسلیک شو.

 د ایران سفارت ویلي چې د دې تړون له مخې به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو همکارۍ پراخه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړي، خان جان الکوزي وویل:
“د ګډې خونې په جوړېدو سره به ستونزې حل شي او افغان سوداګرو ته به په چاه بهار بندر کې اسانتیاوې برابرې شي.”

اوس مهال د افغانستان او ایران کلنۍ سوداګري شاوخوا دوه نیم میلیارد ډالره ده، او هڅه روانه ده چې دا اندازه لا زیاته شي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک شو چې پاکستان له تېرو شاوخوا ۵۰ ورځو راهیسې له افغانستان سره ټولې لارې بندې کړي، او د سوداګرۍ د بدیلو لارو موندلو هڅې پیل شوي دي. د طالبانو حکومت هم د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د وچې او تازه مېوو صادارت پیل کړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف اوس مهال د هند په سفر بوخت دی.

نوموړي هندي رسنیو ته ویلي طالبان چمتو دي چې له هغه هیواده سمنټ، درمل او خوراکي توکي وارد او له افغانستانه پنبه، وچه او

تازه میوې هند ته صادرې کړي.

پر دې سر بېره   طالبانو اعلان کړی چې د اریانا افغان هوايي شرکت درې چارتر الوتکې پیري تر څو بیلابیلو هیوادونو ته د افغانستان د صاداراتو لېږد اسانه کړي، خو دا چې دا الوتکې کله او له کوم هیواده اخیستل کیږي په دې اړه یې جزیات نه دي خپاره کړي.

که څه هم ځینې افغان سوداګر د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د بدیلو لارو پیدا کول ښه اقدام ګڼي، خو وايي نورې نړۍ ته د افغانستان په صادارتو ډېر لګښت راځي چې افغان سوداګر یې توانايي نه لري.

له بل پلوه پرون د  جمعې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي خبرداری ورکړ، چې افغانستان سره د سوداګرۍ بیا پیل د طالبانو چلند پورې تړلې ده، که دوی د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي، سوداګري به بنده وي.