سوداګري

له پاکستان څخه قاچاق کېدونکي ۵۰۰ کیلو ګرامه کبان له نیولو وروسته تر خاورو لاندې شول

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي،  د تورخم د حیواني قرنطین کارکوونکو له پاکستان څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کبان نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کبان د یو ګډ پلاوي په حضور کې تر خاورو لاندې او له منځه یوړل شول، څو د عامې روغتیا او د هیواد د نافذه قوانینو رعایت یقیني شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن ویلي، له هغه وروسته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات ودرول شول، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له پاکستان څخه حیواني یا نباتي محصولات هېواد ته وارد کړي.

نوموړي له سوداګرو او ټولو افغانانو غوښتي، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره له قانوني لارو خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لارو د بندېدو پریکړه د تېرې یوې نیمې میاشتې څخه د امنیتي او سیاسي شرایطو له مخې شوې ده. په دې وروستیو کې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او چمن له لارې د وارداتو او صادراتو د محدودیتونو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت او د ټرانزیټي مالونو جریان یې اغېزمن کړی دی.