نړۍ

د روسي توغندیو په برید کې ۳ اوکراینیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د اوکراین د خرسون په ختیځه سیمه بالاکلیا کې د روسیې د توغندي برید له امله درې کسان وژل شوي او لس تنه ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي. دا معلومات د خارکیف د ولایت یو پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ ورکړل.

د چارواکي ویټالي کارابانوف په وینا، برید د شپې له خوا د ښار په مرکزي برخه کې شوی او په ټپي شویو ماشومانو کې د ۲۰۰۷، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ زېږدیزو کلونو ماشومان شامل دي. د ده په وینا، له ټپیانو څخه نهه کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسکو تر اوسه د دغه برید په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی، او د ریټرز خبري اژانس ویلي چې د کارابانوف څرګندونې یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.