سوداګري

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ایران سیستان او بلوچستان ته سفر کړی

د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو وزیر نورالدین عزېزي، د شنبې په ورځ د یوه اقتصادي پلاوي په مشرۍ د میلک له لارې د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته داخل شوی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سیستان او بلوچستان والي، منصور بیجار، د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بنسټیزو اړیکو پراختیا د دوامدارو همکاریو او د سیمې د امنیت لپاره مهمه ده.

هغه دغه ولایت د ایران او افغانستان د مهمو نښلوونکو دروازو له ډلې وباله او اقتصادي او فرهنګي فرصتونه یې «حیاتي» یاد کړل.

بیجار د دواړو هېوادونو د سرحدي ښارونو ګډو فرهنګي، مذهبي او ژبنيو ارزښتونو ته په اشارې وویل چې دغه ظرفیتونه کولی شي د سوداګریزو تبادلو د زیاتېدو او د پانګونې د جلب لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي د سیستان او بلوچستان د انساني او طبیعي سرچينو په کارولو ټینګار وکړ او دا ناسته یې د «پراخو او دوامدارو همکاریو پیل» وباله.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، د جنوبي ایران د اقتصادي بنسټونو لیدنه او د ایران–افغانستان د ګډې اقتصادي کمېسیون په غونډه کې ګډون، د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د دې یومخیز سفر مهمې اجنډاوې دي.