یو شمېر افغان کډوالو آمو ته ویلي، د پاکستان پولیسو د اسلاماباد په یو شمېر سیمو کې د کورونو مالکانو ته خبر ورکړی چې بې ویزو کډوال دې له کورونو وباسي.
د مهاجرینو په وینا، دا خبرتیاوې د فیصلټاون، B-17، G-13، E-11، D-17، ګلبرګ ګرین او جناح ګارډن سیمو د کورونو مالکانو ته رسېدلي دي.
مالکانو خپلو افغان کرایهدارانو ته ویلي چې د پنجشنبې تر ماښام اته بجو باید کورونه خالي کړي.
په یوه استول شوي پیغام کې لیکل شوي:
«هر څوک چې ویزه نه لري، مهرباني وکړئ تر ماښام اته بجو خپل اپارتمان تخلیه کړي. که بېویزې کسان وموندل شي، قانوني اقدام به وشي.»
پناه غوښتونکي وايي، پولیسو مالکانو ته هم خبرداری ورکړی چې که بېویزې کرایهداران وساتي، پر هغوی سره به هم قانوني اقدام کېږي.
سرچینې وایي، ډېری افغان کډوال اوس په پاکستان کې بېویزې ژوند کوي، ځکه د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې د افغانانو ویزو د غځولو بهیر درولی دی.
یوشمېر کډوال وايي، هغوی د اروپایي هېوادونو او امریکایي ته د کډوالۍ کېس پروسې ته منتظر دي، خو اوس وېره لري چې د کورونو له خالي کېدو وروسته بېسرپناه پاتې نه شي.
په ورته وخت کې، د وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو نښتو وروسته، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ایستلو بهیر چټک کړی.
یوازې د پنجشنبې د راپور له مخې، شاوخوا ۱۰ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
د کډوالو د حقونو فعالان وايي، دا تازه اقدام به د سلګونو افغان کورنیو ژوند اغېزمن کړي او هغوی به د ژمي په درشل کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
