د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هغې پرېکړې په اړه غبرګون وښود چې غواړي له پاکستان سره خپله سوداګري راکمه کړي، او ویېویل چې دا ګام به “پاکستان ته په حقیقت کې د اسانتیا او ګټې سبب شي.”
آصف له جیو نیوز سره په مرکه کې وویل:
«د افغانستان ډېری سوداګریز توکي چې کراچۍ بندر ته راځي، په پای کې د پاکستان بازارونو ته رسېږي. که دغه ټرافیک راکم شي، زموږ محلي بازارونه به باثباته شي او ترهګري چې د سوداګرۍ په نوم راځي، هم به کمه شي.»
هغه زیاته کړه چې د طالبانو له لوري دا پرېکړه د پاکستان لپاره «په پټه توګه یوه ګټه» ده، ځکه د ډیورنډ کرښې د مدیریت ستونزې به هم ورسره راکمې شي.
ملا عبدالغني برادر په کابل کې له سوداګرو سره په ناسته کې وویل چې افغان سوداګر دې د پاکستان پر ځای بدیله لارې ومومي.
«د پاکستان له لارې سوداګري زموږ سوداګرو ته تاوان رسولی او زموږ بازارونو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.»
هغه وویل، تر هغو به د پاکستان لارې تړلې وي څو پورې اسلاماباد د «باور وړ ضمان»” ورنهکړي چې نور به پر ډیورنډ کرښه پرتې لارې نه تړي. برادر مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې له پاکستان څخه واردېدونکي درمل بند کړي، ځکه پاکستاني درمل بې کیفیته دي.
د دواړو هېوادونو اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې پاکستاني ځواکونو پر کابل او پکتیکا کې بمونه وغورځول او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې نښتې او هوايي بریدونه وشول، چې د لسګونو کسانو د مړینې لامل شول. د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې د تورخم او چمن لارې تړلې پاتې دي، او سوداګري په بشپړ ډول درېدلې ده.
په همدې حال کې د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي، نږدې ۸۰۰۰ لارۍ د دواړو غاړو ترمنځ بند پاتې دي، او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.
د سوداګرۍ کارپوهان خبرداری ورکوي چې که روان وضعیت دوام وکړي، پاکستان به نه یوازې د افغان بازار، بلکې د منځنۍ آسیا د صادراتي لارو هم زیان وویني، ځکه اوس افغانستان ډېری واردات د ایران، ترکیې، ازبکستان او روسیې له لارې کوي.
سره له دې، د دواړو هېوادونو د سوداګرو استازو ټینګار کړی چې د لارو پرانیستل د دواړو هېوادونو په ګټه دي، ځکه، لکه څنګه چې یو افغان سوداګر وویل: «پاکستان د افغانستان لپاره مهم دی، خو افغانستان هم د پاکستان لپاره.»
سوداګري
د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان د سوداګرۍ کمول به پاکستان ته ګټه ورسوي
- لیکوال: ثریا باور
- ۲۲ لړم، ۱۴۰۴
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف
