د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي، ادعا کړې چې د تېرې سهشنبې، د لړم په ۲۰مه نېټه، په جنوبي وزیرستان کې، پر پوځي اکاډمۍ د بریدګرو له ډلې څخه یو تن افغان و.
نقوي د دغه برید له رامنځته کېدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي: «بريدګر د يو افغان وګړي په توګه پېژندل شوی دی. د سيمې د امنيتي عملياتو لړۍ روانه ده.»
نوموړي زياته کړې چې په دغه برید کې زده کوونکي او ښوونکي په نښه شوي دي.
د هغه په وينا، د ځانمرګي بريدګر له برید وړاندې له هغو کسانو سره اړیکې لرلې چې په افغانستان کې اوسېږي.
هغه د بريدګر د بشپړې پېژندګلوۍ جزئيات نه دي ورکړي، خو ويلي یې دي چې تر تصديق وروسته به د هغه هويت څرګند کړي.
طالبانو تر اوسه د د پاکستان د کورنيو چارو د وزير د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې طالبانو تل دا رد کړې ده چې د هغو ډلو غړي چې د پاکستان پر ضد جګړه کوي، د افغانستان په خاوره کې شتون لري، او ټينګار یې کوي چا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد وکاروي.
