په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې که ترهګرو لاس ته ورسېږي، نه یوازې پاکستان ته جدي ګواښ جوړوي، بلکې د سیمې ثبات هم له خطر سره مخ کوي.
هغه وویل: «ترهګرې ډلې له افغانستان څخه فعالیت کوي او د بهرنیو په مالي ملاتړ او د سیمې د بېثباته کوونکو لوبغاړو په مرسته له دغو وسلو د پاکستاني ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو پر ضد کار اخلي، چې زرګونه بېګناه خلک یې وژلي دي.»
نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپورونو په حواله وویل چې پاکستان د افغانستان په پرمختللو وسلو او مهماتو کې د ذخایرو د موجودیت له امله ژوره اندېښنه لري.
هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د ترهګرو ډلو لاسرسی پر غیرقانوني وسلو محدود کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان د نړیوالو ژمنو پابند دي.
عاصم افتخار احمد زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید خپلې هڅې پیاوړې کړي او تشې ډکې کړي، ترڅو د دغو ګواښونو پر وړاندې چې د نړیوالې او سیمهییزې سولې لپاره جدي دي، مؤثر اقدام وشي.»
هغه همدارنګه د جګړې د نوې بڼې او د نوې ټکنالوژۍ د رامنځته کېدو یادونه وکړه، چې پکې بېپیلوټه الوتکې، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ وسلې، درېبعدي وسلې او پرمختللې شپني تجهیزات شامل دي، او دا یې د ترهګرۍ د ګړندۍ خپرېدو لپاره جدي ننګونې وبللې دي.
عاصم افتخار احمد ټینګار وکړ چې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا او د ملي او نړیوالو کچو بشپړ پلي کول د غیرقانوني وسلو پر وړاندې، او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره ضروري دي.
هغه زیاته کړه چې د وسلو غیرقانوني راټولول او انتقال شخړې زیاتوي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګونه کمزوري کوي او د سیمې او نړیوال ثبات ته ګواښ پېښوي.
طالبانو مخکې رد کړې چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې ترهګرو ته رسېږي او ویلي یې دي چې ټولې وسلې له دوی سره خوندي دي. هغوی همدارنګه ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او د تل په څېر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي.
