چین په شانګهای ښار کې د نړیوالو وارداتو د اتم نندارتون پر مهال د خپلو نویو برېښنايي الوتکو ټکسیانې نندارې ته وړاندې کړې. دا نوښت په ښارونو کې دننه د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي چې کولی شي په ساعت کې تر ۲۰۰ کیلومترو پورې سرعت ولري او د سپرلۍ لپاره په نسبي ډول ارزانه بیه وړاندې کړي.
د نندارتون د «د راتلونکې ټيټې ارتفاع هوايي سفر» تر سرلیک لاندې ځانګړې غرفه د ډېرو لیدونکو پام ځانته رااړولی و. په دې برخه کې د هوايي ټرمینل بشپړه نمونه نندارې ته وړاندې شوې وه چې د امنیتي تلاشۍ، د پرواز د معلوماتو سکرینونه او د بليټونو خودکار ماشینونه پکې شامل وو.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د شانګهای دننه د لس دقیقو هوايي سفر بیه شاوخوا ۴۹ یوانه (نږدې ۷ ډالره) او د شانګهای او سوژو تر منځ د ۱۵ دقیقو پرواز بیه ۱۱۹ یوانه (نږدې ۱۷ ډالره) اټکل شوې ده. دا بیې د راتلونکو عملیاتي لګښتونو پر واقعګرا تحلیلونو ولاړې دي.
د تخنیکي ځانګړتیاوو له مخې، د دغې الوتونکې ټکسي د وزرونو اوږدوالی ۱۵ متره او د بدن اوږدوالی ۱۰ متره دی. دا الوتکه د پنځو مسافرو د لېږد ظرفیت لري او کولی شي د یو ځل چارج په وسیله تر ۲۵۰ کیلومترو پورې واټن ووهي. د دې وسیلې ډیزاین د پرمختللو برېښنايي بیټرۍ پر ټکنالوژۍ ولاړ دی، څو یو پاک، بېصدا او د ککړتیا نهلرونکی سفر ممکن کړي.
د ټيټې ارتفاع هوايي ټرانسپورټ برخه د چین د راتلونکې ترانسپورټي زېربنا یوه مهمه برخه ګڼل کېږي او د دې هېواد په پنځلسم پنځه کلن پرمختیايي پلان کې ځانګړی ځای لري. دا هڅه د چین د دې ستراتېژۍ ښکارندويي کوي چې غواړي د برېښنايي پروازونو ټکنالوژي د ښارونو د ورځني ژوند برخه وګرځوي، د تګ راتګ سرعت لوړ کړي، د چاپېریال ککړتیا کمه کړي او د ښاري ترانسپورټ موثریت زیات کړي.
