نړۍ

اوکراین له اروپایي اتحادیې سره پر روسیې د شلمې بندیزي کڅوړې د چمتو کولو اعلان وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان کړی چې هېواد یې له اروپایي اتحادیې سره د روسیې پر ضد د شلم بندیزي کڅوړې پر چمتو کولو بوخت دی.

زېلنسکي په خپله څرګندونه کې ویلي، تمه ده د دې کڅوړې محتوا په راتلونکې میاشت کې بشپړه شي. نوموړي وړاندیز کړی چې په نوې لېست کې به هغه روسي شرکتونه او کسان شامل شي چې لا هم د انرژۍ له سرچینو ګټه اخلي.

ولسمشر زیلنسکي زیاته کړې چې په دې پکېج کې به د هغو کسانو په اړه تازه معلومات هم شامل وي چې د اوکرایني ماشومانو په تښتولو کې لاس لري، او ټینګار یې کړی چې دا موضوع باید د نړیوال فشار لاندې راوستل شي.

ده همدارنګه له نړیوالو شریکانو وغوښتل چې پر هغو لارو چارو جدي بندیزونه ولګوي چې د روسیې د پوځي تولید ملاتړ کوي. د ده په وینا، د روسیې هره توغندي او بې‌پیلوټه الوتکه د نورو هېوادونو ځانګړي پرزې لري، او که دا وسایل پرې بند شي، روسیه به د وسلو د تولید توان له لاسه ورکړي.

زېلنسکي ټینګار کړی چې دا هڅې باید لا پیاوړې شي څو د روسیې د جګړې ماشین کمزوری او د اوکراین پر وړاندې یې بریدونه محدود شي.