افغانستان امنیت

د پاکستان اطلاعاتو وزیر: د استانبول خبرې د «حساسو امنیتي» مسایلو پر محور روانې دي

استانبول کې د طالبانو او پاکستاني استازو ترمنځ د خبرو درېیم پړاودوام لري، چې په کې دواړه لوري د حساسو امنیتي موضوعاتو او متقابلو اندېښنو په اړه بحث کوي.

دغه خبرې، چې نن یې دوېمه ورځ ده، د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي او تر اوسه د خبرو بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.

«پاکستاني چارواکو په دې خبرو کې یو له خپلو اساسي غوښتنو څخه د هغو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول «پاکستاني طالبانو تحریک» له منځه وړل بللي چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.»

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي:
«د پاکستان غوښتنه روښانه ده، باید ترهګري له منځه ولاړه شي او د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې له‌خوا د پاکستان پر ضد و نه کارول شي. زموږ تمرکز دا دی چې د افغانستان له لوري د پاکستان پر ضد د ناامنۍمخه ونیول شي د دې تضمین او نظارت لپاره واضح میکانیزم موجود وي.»

په ورته وخت کې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی،چې که دغه خبرې بې‌نتیجه پاتې شي، ممکن نظامي اقدام وروستۍ حل‌لار وي.
هغه ویلي: «هغه طالبان چې پاکستان ته اوښتي او د ناامنۍ سبب شوي، ډېری یې افغانان دي، نه پاکستانيان. دا یوه جدي اندېښنه ده.»

دغه خبرې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو خواوو اړیکې ترینګلې کړې.

تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه پړاو خبرې، یو ځل په دوحه او بل دوېم ځل په استانبول کې بې له کومې څرګندې پایلې پای ته رسېدلې وې، خو دواړو لوریو هغه مهال د لنډمهالي اوربند پر دوام هوکړه کړې وه.