ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سپین بولدک پرونۍ نښتې کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي
د سرچینو په وینا، په دې نښته کې څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د فرانس پرېس خبري آژانس د معلوماتو له مخې، د ټپیانو شمېر شپږ تنه ښودل شوی دی.
دغه نښته د پنجشنبې په ماښام د کندهار ولایت سپین بولدک دروازې ته څېرمه رامنځته شوې، چې د کډوال او موټرچلوونکو د تګ راتګ او سوداګریزو چارو لپاره یې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
طالبان او پاکستان دواړه یو پر بل د پنجشنبې د ورځې د جګړې د پیل پړه اچوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په دې جګړه کې سپکې او هم درنې وسلې کارول شوې دي، او ځینې عیني شاهدان ادعا کوي چې د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان د خاورې ځینې برخې بمبار کړې دي.
پاکستان، طالبان د جګړې پيل کوونکي بولي، خو طالبان وايي د پاکستان پوځ د سپین بولدک پر سیمو ډزې پیل کړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د استانبول د روانو مذاکراتو د درناوي له امله یې د پاکستاني بریدونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
هغه ویلي: «په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د استانبول په ښار کې پیل شوی، د پاکستان ځواکونو د پنجشنبې ماښام یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې د خلکو د اندېښنې سبب شوې.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان د جګړې پيل کوونکي دي او د پاکستاني ځواکونو ډزې د هغوی د بریدونو ځواب و.
«په اعلامیه کې راغلي: «موږ د افغان لوري هغه ادعاوې ردوو. چې په چمن کې د نننۍ پېښې په تړاو مطرح شوې دي. ډزې د افغان لوري له خوا پیل شوې، او زموږ امنیتي ځواکونو سمدستي، په سنجیده او مسؤلانه توګه، ځواب ورکړ.»
له نښتې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پنځه مهمې دروازې تړل شوي دي.
نږدې اوه ویشت ورځې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې راکړې ورکړې بندې دي.
دا دروازې کله ناکله د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل کېږي، خو ډېر وخت بېرته تړل کېږي.
پرون ماښام د سپین بولدک په دروازه کې هم د کډوالو د تګ پر مهال نښته رامنځته شوه او لاره په بشپړه توګه وتړل شو.
یو شمېر موټرچلوونکي وايي، د ټرانزیټي دروازو له تړل کېدو سره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له څو ورځو راهیسې د تګ راتګ د بیا پيل په تمه دي.
