په کابل کې د جاپان سفیر کنېچي ماساموتو په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د خواشینۍ څرګندونه کړې ده. نوموړي په خپلې اعلامیې کې ویلي، چې په داسې حال کې دا زلزله شوې، چې افغانستان لا هم د اګست میاشتې د ختیځې زلزلې له اغېزو څخه د راوتلو هڅه کوي.
ماساموتو د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او د ټپیانو د ژر روغرمټۍ هیله څرګنده کړې ده. هغه ټینګار کړی، چې جاپان د پېښې وضعیت له نږدې څاري او چمتو دی چې د اغېزمنو سیمو خلکو ته بشري او بیړنۍ مرستې برابرې کړي.
د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۲۸ کیلومتره ژوره وه او د مزارشریف ښار او سمنگان ولایت شاوخوا سیمې یې ښورولي دي. یادې ادارې د «نارنجي خبرتیا» خپره کړې او ویلي یې دي، چې ښايي له دې زلزلې پراخ انساني او مالي تلفات واوړي.
د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په سهار (د لړم ۱۲مه) په سمنګان او بلخ ولایتونو کې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلي او شاوخوا ۳۵۰ تنه یې ټپیان کړي دي.
