د افغانستان او بنګلهدېش د نولس کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالي، چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، د تېرې شپې د ورښت او د لوبغالي د لوندوالي له امله وځنډېده.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دا سیالي نن د افغانستان پر وخت د سهار په ۷:۳۰ بجو ترسره شي؛ خو شدید ورښت له امله لوبه وځنډیده.
د افغانستان نولس کلنه لوبډله د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه او هیله ده چې په راتلونکو سیالیو کې هم ښه وځلېږي.
