د طالبانو یوه چارواکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، آمو ته ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترکيې په خبرو کې د تړون یوه ماده جنجالي شوې ده چې هغه د پاکستان په خاوره کې، د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) د فعالیتونو مخنیوی دی.
د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې پاکستاني پلاوي له هغوی غوښتي وو چې د پاکستان په خاوره کې، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا «ټيټيپي» د عملیاتو مخه ونیسي؛ خو طالبانو ویلي وو چې «دا د هغوی مسوولیت نهدی» او یوازې کولای شي د هغه کس فعالیت مخه ونیسي چې له افغان خاورې پر پاکستان برید وکړي.
دغې سرچینې زیاته کړې چې طالبانو له پاکستاني خوا هم غوښتي اجازه ورنه کړي چې داعش ډله د دغه هېواد له خاورې پر افغانستان بریدونه پلان کړي.
د طالبانو د دغه چارواکي په وینا، د ترکیې په مذاکراتو کې، له پاکستاني پلاوي د طالبانو درېیمه غوښتنه، د افغانستان پر فضا د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو مخنیوی و چې پاکستاني پلاوي له دغو درې ټکو «ځان شاته کړی دی.»
طالبان او پاکستان په وروستیو څو ورځو کې یو بل د استانبول څلور ورځنیو خبرو پر ناکامۍ تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف، په دې وروستیو کې طالبان ګواښلي چې هیواد یې اړتیا نهلري چې د خپلې پوځي وړتیا کوچنۍ برخه هم د «طالبانو رژیم» د بشپړه لهمنځه وړلو او په غارونو کې د هغوی د پټېدو لپاره وکاروي؛ خو که طالبان داسې وغواړي، د ماتو د تکرار صحنې به یې د سیمې د خلکو لپاره ننداریزې وي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ځینو طالب چارواکو له «کرکې ډکي څرګندونې» په ښکاره د «طالبانو رژیم» د منحرف او ړنګ شوي فکر انعکاس کوونکی دی.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، محمد نعیم وردک، پاکستان ګواښلی و، کهچېرې دا هېواد برید وکړي، نو «ورته او ځپونکی ځواب» به ترلاسه کړي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:«د پاکستان پوځي رژیم دې پوه شي چې د هر ډول یرغل یا برید په مقابل کې، ورته او ځپونکی ځواب به ترلاسه کړي.»
