Uncategorized @ps افغانستان سوداګري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او تګ راتګ دروازو تړل ۱۶مې ورځې ته ورسېدل

پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم لار

شپاړس ورځې وشوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره ټولې دروازې تړلې پاتې دي، چې د افغانستان پر بازارونو یې ژور اقتصادي اغېز کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي چې دواړو خواوو ته شاوخوا ۵۰۰ باروړونکي موټر بند پاتي او په هغوی کې ډېری توکي لمنځه تللي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان دروازو تړل کېدو دوام د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه او نه‌جبرانېدونکي مالي زیانونه اړوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته له پاکستان د ساختماني موادو، وریجو، بوره، درملو او ځېنو تازه مېوو واردات بند شوي، چې له امله یې د دغو توکو بیې په افغان بازارونو کې لوړې شوې دي.

دغه راز د افغانستان له لوري پاکستان ته د تازه مېوو، ډبرو سکرو صادارت بند شوي دي.