شپاړس ورځې وشوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره ټولې دروازې تړلې پاتې دي، چې د افغانستان پر بازارونو یې ژور اقتصادي اغېز کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي چې دواړو خواوو ته شاوخوا ۵۰۰ باروړونکي موټر بند پاتي او په هغوی کې ډېری توکي لمنځه تللي دي.
نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان دروازو تړل کېدو دوام د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه او نهجبرانېدونکي مالي زیانونه اړوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته له پاکستان د ساختماني موادو، وریجو، بوره، درملو او ځېنو تازه مېوو واردات بند شوي، چې له امله یې د دغو توکو بیې په افغان بازارونو کې لوړې شوې دي.
دغه راز د افغانستان له لوري پاکستان ته د تازه مېوو، ډبرو سکرو صادارت بند شوي دي.
