افغانستان

خوست کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي دي

انخور- خوست کې د پېښې شوې ترافیکي پیښې

د خوست-کابل پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ماشومان سخت ژوبل شوي دي.

په خوست کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند طاهر احرار د دغه پېښې د تاییدولو پر مهال ویلي، چې دا حادثه تېره ورځ د یو راکښل شوي «مازدا» ډوله موټر او یوې «ریکشا» د سخت ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، په مړو شویو کسانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي او د پېښې ژوبل شوي کسان سمدستي د درملنې لپاره د سیمې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د «آمو» ټلوېزیون لخوا د ټولو شویو جلا ارقامو پر بنسټ، یوازې په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په ۷ ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۲۶ تنو (چې ۱۱ ماشومان او ۵ مېرمنې په‌کې شاملې دي) خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه خونړۍ پېښې د جوزا له ۹مې تر ۱۶مې نېټې پورې په لغمان، غزني، فراه او جوزجان ولایتونو او همدارنګه یوه پېښه د ایران په سمنان ولایت کې د افغان مسافرینو په موټر کې رامنځته شوې وې، چې یوازې په لغمان کې د ۱۸ کسانو د مړینې لامل شوې وه.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې د غېر طبیعي مړینې تر ټولو لوی او اصلي لامل ګڼل کېږي؛ د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول هغه لاملونه دي چې په وروستیو میاشتو کې یې دا ډول پېښې بې‌سارې کچې ته پورته کړې دي.