نړۍ

امریکا او چین د تعرفو او نادرو منرالو د بندیزونو پر موقتي درولو هوکړه وکړه

امریکا او چین د کوالالمپور په غونډه کې د داسې سوداګریز چوکاټ پر سر هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ولسمشران، ډونالډ ټرمپ او شي جینپینګ، د تعرفو او د نادرو منرالو د صادراتو بندیزونو د موقتي درولو پرېکړه وکړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، دغه هوکړه د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د چینایي توکو پر وارداتو د ۱۰۰ سلنه تعرفې د ګواښ مخه نیسي، او چین به د نادرو منرالو د صادراتو د نوي جواز سیسټم پلي کول یو کال وځنډوي.

ټرمپ او شي به د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوریا په ګیونج‌جو ښار کې د ایپک سرمشریزې په څنډه کې د تړون وروستۍ پرېکړه وکړي.

امریکا تمه لري چې له چین سره د تعرفو اوربند وغځول شي او چین به یو ځل بیا د امریکایي سویابینو پېر پیل کړي.

د چین مرستیال لومړي وزیر، لی چنګ‌ګانګ، ویلي چې دواړو خواوو “لومړنۍ هوکړه” کړې او د خپلو هېوادونو د تصویب پروسې ته به ولاړې شي.

ټرمپ له خبرو وروسته وویل:

«زه باور لرم چې له چین سره به یوې هوکړې ورسېږو.»

چین د نړۍ د نادرو منرالو تر ۹۰ سلنه زیاتې زیرمې لري، او دغه مواد د برېښنايي وسایلو او صنعتي تولیداتو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د شنونکو په باور، دا هوکړه به د دواړو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د نړیوال بازار د ثبات په برخه کې مهمه ونډه ولري.