سویلي آسیا

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، که طالبانو سره روان مذاکرات ناکام شي، جګړې ته مخه کوي

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي دي که له طالبانو سره د اسلام‌اباد روانې خبرې بې‌پایلې پاتې شي، پاکستان به له طالبانو سره په «ښکاره جګړه» کې ښکېل شي.

آصف دا څرګندونې د شنبې په ورځ په سیالکوټ ښار کې د رسنیو سره د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي د ترکیې استانبول کې د خبرو دوېم پړاو ته په اشارې سره، وویل: «منځګړي هېوادونه قطر او ترکیه په بشپړه رښتینولۍ سره په دې بهیر کې برخه لري، او اسلام‌اباد چمتو دی چې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.»

هغه زیاته کړه: «که خبرې ناکامې شي، ښکاره ده، چې زموږ او د افغانستان (طالبانو) ترمنځ به جګړه رامنځته شي.»

د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې پاکستان نږدې ۴۰ کاله د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، او اوس هم شاوخوا څلور تر پنځه میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند، کار او سوداګري کوي.

د هغه په وینا، هغه استازي چې په دوحه کې له پاکستان سره خبرې کوي، هم د هغو کسانو له ډلې دي چې په پاکستان کې لوی شوي دي.

آصف د طالبانو د «ضدپاکستاني چلند» په غبرګون کې وویل، اسلام‌اباد تر دې مخکې هم هغو بریدونو ته پوځي ځواب ورکړی چې له د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان شوي وو. ده زیاته کړه چې د هېواد پوځ او پولیس له وسله‌والو سره جګړه کوي ترڅو د هېواد پوله خوندي وساتي.

هغه وویل: «د پوځ د سرتېرو د فداکارۍ له برکته خلک کولای شي په ارام خوب وکړي.»
ده د هغو پاکستاني سرتېرو له وژل کېدو هم یادونه وکړه چې په دې جګړو کې قرباني شوي دي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، تېره اونۍ له افغانستان څخه د پاکستان پر خاوره بریدونه وشول، چې اسلام‌اباد ادعا کوي پوځ یې اغېزمن غبرګون ښودلی او طالبانو او اړوندو ډلو ته یې «درنې مرګ‌ژوبلې» اړولې دي.

دواړو لورو څو ورځې مخکې د اوربند پرېکړه کړې وه، او اوس مهال خبرې په استانبول کې د شخړو د حل او د لا زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره روانې دي.

د رسمي سرچینو په وینا، د خبرو دا دوهم پړاو د دې لپاره ترسره کېږي چې «هغه ترهګري چې له افغانستانه د پاکستان پرضد سرچینه اخلي، ودرول شي او د نورو تلفاتونو مخه ونیول شي.»

آصف ادعا وکړه چې د بهرنیو لاسوهنو زیاتوالی د کړکېچونو د ژورتیا سبب شوی، او ځینو خواوو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد اقدامات کړي دي. ده ټینګار وکړ چې که د دیپلماتیکو هڅو پایله د اسلام‌اباد د غوښتنې سره برابره نه‌وي، نو پوځي اقدام به د اړتیا پر مهال د میز پر سر پروت انتخاب وي.

تر دې وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم له طالبانو سره د تېرې اونۍ نښتو په اړه په یوې ناستې کې ویلي وو چې اسلام‌اباد د معقولو شرایطو پر بنسټ د خبرو لپاره تیار دی، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی چې وروستي بریدونه باید ودرېږي.