افغانستان سوداګري

پاکستان له افغانستان سره ټرانزیټي سوداګري بیا پېل کړه

د پاکستان او افغانستان ټرانزیټي سوداګرۍ بېا پېل

پاکستان له لسو ورځو ځنډ وروسته، له افغانستان سره په تدریجي ډول د ترانزيټي سوداګرۍ بهير بیا پيل کړی دی. دا پرېکړه د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د ترسره شوي اوربند له هوکړې وروسته شوې ده.

د اکسپريس ټريبيون د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰۰ باروړونکي موټر چې د سوداګرۍ د بندېدو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې درېدلي وو، اوس د تصفيې په حال کې دي او د چمن له لارې د تېرېدو لړۍ پيل شوې ده.

د پاکستان د ترانزيټي سوداګرۍ رياست (ګمرک) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د باروړونکو موټرو لیږد به په درې پړاوونو کې ترسره شي:


په لومړي پړاو کې، ۹ موټر چې د دروازې د تړل کېدو پر مهال بېرته استول شوي وو، بېرته وزن‌کښي او سکېن کېږي؛ که توپير ولري، بشپړه پلټنه به ترې وشي.

په دويم پړاو کې، ۷۴ موټر چې د ملي لوژستيک ترمينل له سیمې بېرته استول شوي وو، ورته څېړنې ته سپارل کېږي.

په درېيم پړاو کې، به ۲۱۷ موټر چې د تمځای په انګړ کې ولاړ وو، له کتنې وروسته به افغانستان ته د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

په راپور کې زياته شوې چې د ټولو بېرته ځول شويو او تم شويو موټرو انځورونه به واخيستل او ثبت شي، څو د روڼتیا او مستند کېدو ډاډ ترلاسه شي.

پاکستاني چارواکو ويلي، د سوداګرۍ بيا پيل به هغو سوداګرو، موټرچلونکو او باروړونکو شرکتونو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې کړي، چې د دروازې د بندو امله ورته درانه مالي زيانونه پېښ شوي دي.

د اکسپريس ټريبيون د راپور له مخې، د امنيتي څارنې او د توکو د لیږد پلټنې پروسه هم نوره پیچلې شوې، څو د قاچاق او ناقانونه سوداګرۍ مخه ونيول شي.

د چمن ګمرک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ تر ټولو مهمه ځمکنۍ لار بلل کېږي، چې هره ورځ لسګونه باروړونکي موټر پرې تېرېږي. د پاکستان چارواکو ويلي، د دې بندر تدريجي پرانېستل به د سوداګرۍ د بيا فعالېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا لامل شي.