پاکستان له لسو ورځو ځنډ وروسته، له افغانستان سره په تدریجي ډول د ترانزيټي سوداګرۍ بهير بیا پيل کړی دی. دا پرېکړه د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د ترسره شوي اوربند له هوکړې وروسته شوې ده.
د اکسپريس ټريبيون د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰۰ باروړونکي موټر چې د سوداګرۍ د بندېدو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې درېدلي وو، اوس د تصفيې په حال کې دي او د چمن له لارې د تېرېدو لړۍ پيل شوې ده.
د پاکستان د ترانزيټي سوداګرۍ رياست (ګمرک) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د باروړونکو موټرو لیږد به په درې پړاوونو کې ترسره شي:
په لومړي پړاو کې، ۹ موټر چې د دروازې د تړل کېدو پر مهال بېرته استول شوي وو، بېرته وزنکښي او سکېن کېږي؛ که توپير ولري، بشپړه پلټنه به ترې وشي.
په دويم پړاو کې، ۷۴ موټر چې د ملي لوژستيک ترمينل له سیمې بېرته استول شوي وو، ورته څېړنې ته سپارل کېږي.
په درېيم پړاو کې، به ۲۱۷ موټر چې د تمځای په انګړ کې ولاړ وو، له کتنې وروسته به افغانستان ته د تېرېدو اجازه ورکړل شي.
په راپور کې زياته شوې چې د ټولو بېرته ځول شويو او تم شويو موټرو انځورونه به واخيستل او ثبت شي، څو د روڼتیا او مستند کېدو ډاډ ترلاسه شي.
پاکستاني چارواکو ويلي، د سوداګرۍ بيا پيل به هغو سوداګرو، موټرچلونکو او باروړونکو شرکتونو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې کړي، چې د دروازې د بندو امله ورته درانه مالي زيانونه پېښ شوي دي.
د اکسپريس ټريبيون د راپور له مخې، د امنيتي څارنې او د توکو د لیږد پلټنې پروسه هم نوره پیچلې شوې، څو د قاچاق او ناقانونه سوداګرۍ مخه ونيول شي.
د چمن ګمرک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ تر ټولو مهمه ځمکنۍ لار بلل کېږي، چې هره ورځ لسګونه باروړونکي موټر پرې تېرېږي. د پاکستان چارواکو ويلي، د دې بندر تدريجي پرانېستل به د سوداګرۍ د بيا فعالېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا لامل شي.
