د افغانستان د واليبال ملي لوبډله د آسيا د مرکزي زون په اتلولۍ سياليو کې نن د سريلانکا ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دا لوبه د چهارشنبې په ورځ، د تلې د ۳۰مې نېټې په سهار په ۱۱:۳۰ بجو د بنګله دېش په کوربهتوب ترسره کېږي.
د افغانستان د واليبال فډراسيون وايي، د آسيا د مرکزي زون د اتلولۍ دا سيالۍ نن رسماً پيل شوې دي. په دغو سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د بنګلهدېش، نيبال، مالديو، ترکمنستان او سريلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.
په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان ملي لوبډلې د نيبال لوبډله ماته کړه او د اتلولۍ سيالیو یو خوندور پېل یې وکړ.
د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او څو ځله یې په سيمهييزو او نړيوالو سياليو کې د ستاينې وړ پايلې ترلاسه کړې دي. د کرکټ ترڅنګ، واليبال هم په افغانستان کې يو له چټک وده کوونکو ورزشي لوبو څخه بلل کېږي، او د ځوانانو زياته لېوالتيا ورته د هېواد د ورزشي راتلونکي لپاره هيله بښونکې ده.
