سویلي آسیا

د اسلام اباد محکمې د امین ګنډا پور د نیولو امر کړی دی

د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزیر

په اسلام‌اباد کې یوې محکمې د خیبرپښتونخوا پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر علي امین ګنډاپو د نه حاضریدو له امله د هغه د نیولو حکم صادر کړی دی.

د ډان نیوز راپور لمخې، دا پرېکړه د مدني څانګې قاضي موباشیر حسن چشتي په مشرۍ شوې ده، او محکمې امر کړی چې ګنډاپور دې ونیول شي او محکمې ته دې حاضر کړل شي.


د خبر په اساس د قضیې اورېدنه تر ۲۸ اکتوبر پورې وځنډول شوه.

یاده قضیه د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۳۰مې پورې تړاو لري، هغه مهال چې د اسلام‌اباد پولیسو ویلي وو، له ګنډاپور سره اړوند موټر څخه پنځه کلاشینکوفونه، یوه تفنګچه، یو ضدمرمۍ جلیقه، الکولي مشروبات او درې د اوښکو بهونکي ګاز ګولۍ ترلاسه شوې وې.

دا موټر د باني ګالا په سیمه کې، د تحریک انصاف د بنسټګر او اوسني بندي مشر عمران خان د استوګن ځای ته نږدې موندل شوی و.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې چارواکو د تحریک انصاف د پلویانو له خوا د باني ګالا سیمې ته د ورتګ مخه نیوله.


عمران خان هغه وخت پلان درلود چې د نومبر په دویمه نېټه د اسلام‌اباد د «بندېدو» یا محاصرې طرحه پلي کړي.

علي امین ګنډاپور مخکې د پولیسو ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې له هغه سره د پنځو ټوپکونو دوه جواز لرلي، او پاتې وسلې د ده د محافظینو رسمي وسلې وې.

د نوموړي په وینا، د اوښکو بهونکو ګاز ګولۍ او مشروبات د ده نه وو، او په الکولي بوتلونو کې یې (شات) لیږدول.