د تورخم دروازې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړل شوی دی

د پاکستان «جیو نیوز» راپور ورکړی چې د تورخم دروازه، چې نږدې لس ورځې وړاندې د نښتو له امله تړل شوی و، تمه ده په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې بېرته پرانيستل شي.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان او طالبانو چارواکو د دروازې د پرانيستلو پر لومړنیو خبرو هوکړه کړې ده، او که تازه شخړه رامنځته نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ به بېرته پيل شي.
راپور زياتوي چې د پاکستاني چارواکو له لوري نن د تورخم ترمينل کې د کتنې او پلټنې نوې وسيلې، لکه د سکېنر ماشينونه، نصب شوي دي، او د ګمرک او نورو اړوندو ادارو کارکوونکي په بېړني ډول سيمې ته ورغوښتل شوي دي.
په مقابل لوري کې، د طالبانو د ګمرک چارواکو هم تأييد کړې چې د دوی کارکوونکي هم دفترونو ته ورغلي دي.
د تورخم دروازه د اکتوبر په ۱۱مه د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې وروسته وتړل شوه، او له هغې ورځې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول تګ راتګ او سوداګري درېدلې ده.
د پاکستان د مالياتو ادارې په وينا، د دې دروازې له لارې هره ورځ نږدې ۸۵۰ ميليونه پاکستاني کلدارې سوداګري کېږي، چې شاوخوا ۵۰ ميليونه کلدارې يې د ګمرک عوايدو له اړخه دپاکستان خزانې ته ځي.
د جیو نیوز د محاسبې له مخې، د تېرو نهو ورځو د بندېدو له امله له ۷ ميليارده او ۶۵۰ ميليونه روپيو زياته دوه اړخيزه سوداګري ځنډیدلي او د پاکستان حکومت نږدې ۴۵۰ ميليونه کلدارې د ګمرک له عوايدو تاوان کړی دی.
پاکستان افغانستان ته درمل، سمنټ، وريجې، مېوې او تازه سبزۍ صادروي، او د افغانستان له اړخه د ډبرو سکرو، وچو او تازه مېوو واردات کوي.
