د افغانستان کرکټ بورډ مشر میر ویس اشرف له یو شمېر ملي لوبغاړو او بورډ چارواکو سره یو ځای پرون پکتیکا ولایت ته ولاړ، څو له هغو کورنیو سره غمشریکي وکړي چې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په پېښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.
په دې سفر کې د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي رحمت شاه، ظاهر خان، فرید ملک او شبیر نوري هم ګډون درلود. د دوی ترڅنګ د کرېکټ بورډ یو شمېر نور چارواکي هم ملګري وو.
میر ویس اشرف د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او د ټپیانو د ژر روغېدو هیله یې څرګنده کړه. هغه وویل:
«زموږ د ځوانو لوبغاړو خوبونه او هیلې له منځه لاړې. هغوی د یو آباد او سولهییز افغانستان خوبونه لیدل، خو د انسانیت او سولې دښمنانو دا هیلې په بې رحمه ډول خاورې ته وسپارلې. د افغانستان کرېکټ بورډ د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي لري او په دې سختو شېبو کې له هغوی سره ولاړ دی.»
د دعا او تسلیت له مراسمو وروسته، میر ویس اشرف او لوبغاړي د هغو ځوانو کرېکټرانو د هدیرې ته هم ورغلل چې په پېښه کې شهیدان شوي وو. دوی د هغوی د روحونو د ارامتیا دعا وکړه او د هغوی اروا ته یې درناوی وکړ.
