افغانستان

شاه محمود میاخېل: د قطر په اعلامیه کې ډیورند فرضي کرښې ته د «سرحد» اصطلاح کارول شوې

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند په تړاو خپره شوې اعلامیه «ضعیفه او د افغانستان د ګټو پر ضد» بللې ده.

میاخېل، چې خپل دریځ یې د شنبې په ورځ پر اېکس شبکه خپور کړی، ویلي چې که څه هم دی د اوربند له اعلان او د ملکي تلفاتو له کمېدو خوښ دی، خو د قطر له لوري خپره شوې اعلامیه ګڼې نیمګړتیاوې لري.

هغه لیکلي: «په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان په سرحد کې دې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي، حال دا چې باید د ډیورند په فرضي کرښه ټینګار شوی وای.»

میاخېل زیاته کړې چې په دې اعلامیه کې د پاکستان د تېرو مستقیمو بریدونو، په ځانګړي ډول د کابل او نورو ولایتونو د هدف ګرځولو، هېڅ یادونه نه ده شوې، او دا څرګندونه هم نه ده شوې چې دا ډول تېرې باید بیا تکرار نه شي.

د ده په وینا، د ملکي تلفاتو په اړه هم هېڅ څرګند دریځ نه دی نیول شوی، او د دې تر ټولو ناسم ټکی دا دی چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف سمدستي له اوربند وروسته ویلي: «له افغانستان څخه به پاکستان ته د ترهګرۍ د نفوذ مخه نیول کېږي، مطلب دا چې افغانستان یې هم مړ کړ او هم پړ.»

میاخېل دغه څرګندونې د افغانستان د ملي حاکمیت پر زیان بللې او ویلي یې دي: «په داسې اوربند کې به څه ووایو چې هر څه یې د افغانستان پر زیان تمام شول؟»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دا اوربند د قطر په منځګړیتوب اعلان شوی، خو د افغان سیاسي څېرو او شنونکو تر منځ یې بېلابېلې غبرګونونه راپارولي دي.

خو سیاسي څارونکي وايي، شاه محمود میاخېل خپله هم د ډیورند کرښې په اړه له نیوکو خوندي نه دی پاتې. هغه مهال چې میاخېل د ننګرهار والي و، د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۸مه یې د هغه وخت د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یوځای د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته تګ راتګ او د اغزن تار د تېرولو د کار پرانیسته کړې وه. دا اقدام د ډېرو افغانانو له خوا د ډیورند فرضي کرښې د ضمني منلو په معنا تعبیر شو، او له هماغه وخت راهیسې میاخېل له ولسي او سیاسي نیوکو لاندې پاتې دی.