امنیت

منظور پښتین: پر پکتیکا د پاکستان بریدونه د ترهګرۍ ضد عملیات نه؛ بلکې پخپله ترهګري ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د پاکستاني پوځ له‌خوا پر پکتیکا وروستي بریدونه د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي، بلکې پخپله ښکاره ترهګري ده.

پښتین دا څرګندونې د شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۸) په خپله فیسبوک پاڼه خپرې کړې دي. هغه لیکلي، چې په دې برید کې ځیني ځوان کرکټ لوبغاړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، او دا پېښه د هغې اوږدمهاله پالیسي یوه برخه ده چې، د ده په وینا، د پاکستان پوځ یې د پښتنو د ځپلو لپاره تعقیبوي.

نوموړي لیکلي: «د نړۍ هر عاقل انسان دا ثابتولی شي چې د پاکستاني ریاست له خوا ترسره کېدونکي دا کړنې د ترهګرۍ ضد عملیات نه، بلکې پخپله ترهګري ده ، ساده ترهګري هم نه، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو څرګند او سخت شکل دی.»

منظور پښتین د پاکستان پوځ تورن کړی، چې په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ په نوم عملیات کوي، خو هدف‌یې عام وګړي، ښځې، ماشومان او بې‌ګناه خلک دي. هغه ادعا کړې چې د بنو، میراعلي، کورمې او پکتیکا وروستیو پېښو کې هم ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د کورمې ولسونه د خپلو سیمو څخه په زور ایستل شوي او دا مهال په پېښور کې احتجاجي پرلت ته کېنستي دي.

پښتین له خلکو غوښتنه کړې چې د دغو ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، د کورمې د خلکو د احتجاج ملاتړ وکړي او د اکتوبر پر ۱۹مه د امریکا د ټېکساس ایالت په جرګه کې فعاله ونډه واخلي. د هغه په وینا، په دې جرګه کې به د لر و بر افغانانو پر وړاندې د روانو ظلمونو په اړه یوه تفصیلي طرحه چمتو او نړیوالو محکمو ته د قانوني دعوو د سپارلو هڅه وشي.

د منظور پښتین دغو څرګندونو ته تر دې دمه د پاکستان پوځ یا حکومت له‌خوا رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.