ځايي سرچینې وايي، د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه، چې د چهارشنبې په سهار (د تلې ۲۳مه) پیل شوې، لا هم د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو کې دوام لري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو نښتو کې دواړه خواوو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي، او د جګړې غږونه په یو شمېر سیمو کې اورېدل کېږي.
د تروو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، دا سیمه چې پخوا یې نسبي امنیت درلود، اوس د جګړې کرښه ګرځېدلې ده.
له دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن سهار په کندهار او پکتیکا کې جګړې شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د سپین بولدک په نښتو کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان دي.
مجاهد ادعا کړې، جګړه د چهارشنبې په سهار د پاکستاني ځواکونو په بریدونو پیل شوې او طالبانو ورته ځوابي اقدام کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، په جګړه کې یو شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او څو پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي، خو د تلفاتو دقیق شمېر یې نه دی څرګند کړی.
د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
