په هند کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوې خبري ناستې پر مهال د افغان نجونو د زده کړو په اړه د هندي ښځینه خبریالانو له سختو پوښتنو سره مخ شو، خو د هغوی په وینا، متقي “تېرایستونکي او دروغجن” ځوابونه ورکړل.
یو شمېر هندي ښځینه خبریالانو چې په دې ناسته کې ګډون درلود، ویلي دي: «موږ له متقي څخه وپوښتل چې ولې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو دومره سخت محدودیتونه لګول شوي؟ خو ده وویل چې په افغانستان کې نر او ښځې برابر حقونه لري، میلیونونه نجونې زده کړې کوي او هېڅ بندیز نشته — چې دا مطلق دروغ وو.»
دوی زیاته کړه چې حتی د طالبانو دننه د متقي ملګري لکه عباس ستانکزي هم په څرګنده ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه شته؛ خو متقي د دغو حقیقتونو له منلو ډډه وکړه او د واقعیتونو پر وړاندې یې “سیاسي انکار” وکړ.
د ښځینه خبریالانو په وینا، متقي هڅه وکړه چې د ښځو د حقونو او زده کړو په اړه پوښتنو ته قناعتبښونکی ځواب ورکړي، خو ونه توانېد. یوې خبریالې وویل: «موږ احساس وکړ چې هغه یوازې هڅه کوله د نړۍوالو تېرباسي، نه دا چې د افغان نجونو د حقونو دفاع وکړي.»
د ناستې ګډونوالو وویل، تېره ورځ طالبانو هندي ښځینه خبریالانې د متقي له خبري غونډې منع کړې وې، خو نن یې ګډون ته پرېښودې. د دوی په وینا، دا پخپله د طالبانو لهخوا د تېروتنې منل وو، که څه هم هغوی دا “تخنیکي ستونزه” وبلله. یوې خبریالې وویل: «طالبانو درک کړه چې په هند کې دوی جنسي تبعیض نه شي کولی او اړ دي د هند د قوانینو درناوی وکړي.»
هندي خبریالانو ټینګار وکړ چې افغان ښځې او نجونې دا خبرې ویني او اوري، نو د دوی مسوولیت و چې “د هغوی د غږ استازولي وکړي.” هغوی وویل: «موږ له متقي جدي پوښتنې وکړې، خو ده دروغجن او شاکورکوونکي ځوابونه راکړل. هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نر او ښځې حقونه خوندي دي، حال دا چې ټوله نړۍ د طالبانو د محدودیتونو شاهده ده.»
دغه غونډه د هند په نوي ډېلي ښار کې جوړه شوې وه او د نړیوالو رسنیو پراخ پام یې ځان ته اړولی. د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو ویلي، د طالبانو د حکومت چارواکي باید د ښځو د زده کړو او کار حق په اړه له نړیوالو فشارونو څخه ونه تښتي، ځکه دا موضوع د افغانستان د ټولنې راتلونکی ټاکي.
